HOME | Daily News Bulletin | Consular service | بخش قونسلی | Contact Us          
   



follow us on

 

د پاسپورټ صدور او یا تمدید

د پاسپورت د صدور او تمدید عمومی شرایط
د غوښتنو لپاره لازمه موده
د پاسپورټ د صدور او تمدید محصول او پوستی
مصارف
که چیری پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟




د پاسپورت د صدور او تمدید عمومی شرایط

په اوتاوا کښی د افغانستان لوی سفارت یواځی د هغو افغانی اتباعو د پاسپورټ د صدور یا تمدید غوښتنی منی چی د کاناډا په هیواد کښی استوګنه لری، او یا د غوښتنی په وخت کښی په دی هیواد کی موجود وی. د تورانتو په ښار کښی د افغانستان جنرال قونسلی هم د پاسپورت د صدور او تمدید غوښتنی منی. ـ

که غواړی د تورانتو په ښار کښی د افغانستان د جنرال قونسلی له طریقه غوښتنه وکړی، دا لیکه کلیک کړی. ـ

د موجودو مقرراتو له مخی، دا سفارت یوازی عادی پاسپورټونه ورکولی شی. د پاسپورټونو،دنورو ډولونو، لکه سیاسی، د خدمت او یا تحصیلی پاسپورټونو د اخیستلو لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قنسولی چارو ریاست ته مراجعه کولای شی. په ځینی استثنایی مواردو کښی دا سفارت د بهرنیو چارو د وزارت له موافقی څخه وروسته کولای شی د هیوادوالو د خدمت او یا تحصیلی پاسپورټونه تمدید کړی. ـ

د دوشنبی تر جمعی ورځی پوری د 10 تر 1 بجی پوری او د 2 بجو څخه تر 4 بجو پوری

د پورتنیو اوقاتو څخه هاخوا لطفا له راتګ څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د شنبی او یکشنبی په ورځو د سفارت قنسولی څانګه د مراجعینو پرمخ تړلی ده. ـ

دنوی پاسپورت او د پاسپورت د تمدید غوښتونکی کولای شی خپل غوښتنلیکونه د پوستی له لاری او یا هم په مستقیمه توګه سفارت ته په راتلو سره مونږ ته وسپاری. پوستی غوښتنلیکونه باید د راجستری پوستی له لاری زمونږ په پته چی په لاندی ډول ده، راولیږل شی:ـ

Embassy of Afghanistan in Ottawa (Consular Section)
240 Argyle Avenue
Ottawa, ON K2P 1B9

که غواړی د سفارت موقعیت به نقشه کښی وګوری، دا لیکه کلیک کړی.ـ

دا سفارت د هغه غوښتنلیکونو د ورکیدو مسوولیت په غاړه نه اخلی چی د غیر راجستری پوستی له لاری رالیږل شوی وی. ـ

د غوښتنلیکونو له سپارلو څخه وروسته ، غوښتونکو ته یوه تعرفه به ورکر شی تر څو په بله ټاکلی ورځ بیرته سفارت ته راشی تر څو خپل پاسپورت او اسناد لاسته راوړی. که غوښتونکی وغواړی چی خپل پاسپورت او اسناد د پوستی له لاری ترلاسه کړی، باید د پاسپورت د محصول سربیره د راجستری پوستی مصرف د ټاکل شوی نورم سره سم ( 20 کانادایی ډالره) له غوښتنلیک سره یوځای سفارت ته وسپاری. البته غوښتونکی کولای شی د راجستری پوستی د قیمت پرځای، یو راجسترشوی پوستی پاکټ چی خپل نوم اوبشپړه پته یی پری لیکلی وی، سفارت ته وسپاری.ـ

[return to top]



د غوښتنو لپاره لازمه موده

د پاسپورت د صدور او تمدید غوښتنی د نوبت په بنسټ لیدل کیږی. هغه غوښتنلیکونه چی معلومات یی نیمګړی وی او یا لازم اسناد له ځان سره ونلری، د منلو وړ ندی. ـ

وروسته لدی چی بشپړ غوښتنلیکونه د ټولو لازمو اسنادو سره یو ځای مونږ ته راورسیږی، د نوی پاسپورت صدور له یوی څخه تر دوو اوونیو (لس کاری ورځی) وخت نیسی. د پاسپورت تمدید له دریو ورځو څخه تر یوی اوونی پوری وخت نیسی. ـ

له غوښتونکو څخه هیله کیږی چی د پاسپورټ د لاسته راوړونه مخکی د سفر تیاری ونه نیسی. د پاسپورټ د ځنډیدو او ستاسو د سفر په اړه د ستونځو د راپیښیدو په صورت کی سفارت هیڅ ډول مسوولیت نه لری. ـ

د پاسپورټ د صدور لپاره لازم اسناد او نور ضروریات

د نوی پاسپورت غوښتونکی باید: ـ

ـ1. د پاسپورټ د صدور غوښتلیک (فورمه) په بشپړه توګه ډک او لاسلیک کړی. ـ

ـ2ـ دری قطعی عکسونه د خپلی فورمی په وروستی صفحه کی ونښلوی. د پاسپورټ عکسونه باید ستندرده اندازه، نوی او سره ورته وی، او له مخامخ څخه اخیستل شوی وی تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شی. ـ

ـ3. د خپل افغانی هویت د تثبیت لپاره له لاندینیو معتبرو اسنادو څخه حداقل یو په اصلی بڼه کښی وړاندی کړی: ـ

ـ د تابعیت تذکره

ـ پخوانی پاسپورټ

ـ4. هغه کسان چی د خپل افغانی هویت د تثبیت لپاره له ذکر شویو اسنادو څخه یو نشی وړاندی کولای، باید د قونسلی بخش سره اریکه ونیسی.ـ

د پاسپورت د صدور غوښتونکی باید همدارنګه : ـ

ـ1. په کانادا کښی د خپل اقامت اسناد ، لکه د لندد سند، د دایمی اقامت کارت او د تابعیت سند، وړاندی کړی. ـ

ـ2. د خپلی اوسنی پتی د تثبیتولو لپاره موثق اسناد، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، د مربوطی ښاروالی اسناد او داسی نور، وړاندی کړی. ـ

ـ3. د پاسپورټ د صدور محصول د ټاکل شوی نورم سره سم چی لاندی توضیح شوی، ورکړی. ـ

ـ4. هغه غوښتونکی چی غواړی پاسپورت او اسناد یی بیرته د پوستی له طریقه ورولیږل شی، د 20 کاناډایی ډالرو په ارزښت د راجستری پوستی قیمت ورکړی، او یا راجستری پوستی د قیمت پرځای یو راجستر شوی پوستی پاکټ د خپل نوم او پتی په لیکلو سره، ضمیمه کړی. ـ


[return to top]





د پاسپورټ د صدور او تمدید محصول او پوستی مصارف

*All charges are in Canadian dollars

محصول

(د اداری او بانکی مصرف په شمول)

غوښتنه

ـ180 کاناډایی ډالره

د اعتبار موده پنځه کاله

ـ200 کاناډایی ډالره

د اعتبار موده پنځه کاله دپستی له خوا

ـ30 کاناډایی ډالره

د سریع راجستری پوستی مصرف

ـ(د راجستر شوی پوستی پاکټ پر ځای چی د غوښتونکی نوم او پته پری لیکلی وی) ـ


د محصول د ورکولو لپاره لارښوونه

    ـ1. د پاسپورټ محصول او نور ټول قنسولی مصارف یوازی په کاناډایی ډالرو اخیستل کیږی. نور اسعار د منلو وړ ندی. ـ

    ـ2. د پاسپورټ محصول او نور ټول قنسولی مصارف د منی آرډر یا بانکی تصدیق شوی چک له لاری چی "په اوتاوا کښی د افغانستان د سفارت" په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی. نقدی پیسی، شخصی چک او د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی. ـ

    ـ3. که چیری د څو پاسپورټونو لخوا یو ځای د ویزی غوښتنه کیږی او د پوستی مصرف د ضمیمه کولو په صورت کښی، کولای شی یوازی یو منی آردر یا تصدیق شوی بانکی چک د مجموعی محصول په ارزښت جوړ کړی . ـ

    ـ4. منی آردر یا تصدیق شوی بانکی چک باید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای مونږ ته وسپاری . ـ

    اصلی اسناد

    هغه اسناد چی به اصلی بڼه کی مونږ ته سپارل کیږی، د پروسی له بشپړیدو وروسته بیرته سپارل کیږی.

[return to top]





د پاسپورټ فورمی

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی د پاسپورټ د صدور یا تمدید فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ

[PASSPORT APPLICATION FORM PASHTO]د نوی پاسپور ټ د صدور فورمه : ـ

[IDENTITY GUARANTEE FORM PASHTO] د هویت د تثبیت لپاره د شهادت فورمه :ـ

پورتنی فورمی په دری، فرانسوی او انګلیسی ژپو هم موجودی دی چه په لاندی دول یی لاسته راوړی شی: ـ

په دری ژبه

 


[return to top]



که چیری پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟

د نورو معلوماتو لپاره، او یا که غواړی چی د خپلی غوښتنی په هکله د سفارت د قنسولی څانګی سره خبری وکړی، له مونږ سره اړیکه ټینګه کړی. ـ


د قنسولی څانګی د تیلفون شمیره: ـ

+ 1-613-563-4223
+ 1-613-563-4265
+ 1-613-680-0066

د قنسولی څانګی د ایمیل پته: ـ

consular@afghanemb-canada.net


د قنسولی څانګی پوستی پته: ـ

Embassy of Afghanistan, Ottawa (Consular Section)
240 Argyle Avenue
Ottawa, ON K2P 1B9

[return to top]


 
     
   
 
 
EMBASSY OF AFGHANISTAN IN OTTAWA
240 Argyle Ave. Ottawa, Ontario, K2P-1B9 | Phone: (613) 563-4223 / 65 | Fax: (613) 563-4962 | contact@afghanembassy.ca
 
   
    yanbrand