جمهوررئیس غني: پر ملي امنیت شوې هراړخیزه پانګونه به دوام ومومي

جمهوررئیس غني: پر ملي امنیت شوې هراړخیزه پانګونه به دوام ومومي

۰۲ – سلواغه – ۱۳۹۷-د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د ملي امنیت د شش درک قرارګاه ته ولاړ او په میدانښار کې د تېرې ورځې تروریستي پېښې په اړه د ملي امنیت د رهبرۍ پلاوي او د دې ریاست منسوبینو سره خپله غمشریکي او خواخوږي وښوده.

په دې کتنه کې د ملي امنیت لوی رئیس محمدمعصوم ستانکزي، عبدالمتین ګوهر، عبدالجلیل ظاهر، احمدضیا سراج او بشیر احمد خبرې وکړې او د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه یې د جمهوررئیس د همېشنۍ څارنې او ملاتړ مننه وکړه.

دوی دغه راز د بشري او تخنیکي وړتیا لوړولو، د معلوماتو د راټولولو، له تروریزم او سړي تښتونې سره د مبارزې او ملي امنیت د لوی ریاست د لاسته راوړنو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې وې ویل، زه نن د غمشریکۍ او دغه راز په وروستیو لسو میاشتو کې د ملي امنیت د  پرمختګونو د مننې او مبارکۍ په خاطر راغلی یم.

جمهوررئیس زیاته کړه، هغه عملیات او دستګیري چې د ملي امنیت د راپورونو پایله وه، ښې لاسته راوړنې دي او نن خلک ډاډه دي چې د تروریستي پېښو عاملان به خپله سزا وویني.

د هېواد جمهوررئیس وویل، زموږ ملي امنیت باید تحرک او دایمي پرمختګ ولري، ځکه له متحرک او فعال ملي امنیت پرته د خلکو هيلې نشي ترلاسه کېدای.

جمهوررئیس څرګنده کړه، ملي امنیت باید نهاد محوره شي، ترڅو د افغانستان لنډمهاله او اوږدمهاله منافع تامین کړي. هغه زیاته کړه پر ملي امنیت شوې هراړخیزه پانګونه به دوام ومومي.

جمهوررئیس وویل، افغانستان د ټولې نړۍ د امنيت بیمې لومړۍ کرښه ده او له نړۍ سره زموږ پایداره اړیکې د همدې قربانۍ محصول دی.

وروسته جمهوررئیس د ملي امنیت د هغو ټپي منسوبینو د روغتیایي وضعیت د پوښتنې په موخه چې تېره ورځ په میدانښار کې د افغانستان د دښمنانو په تروریستي برید کې ټپیان شوي وو، د غازي امان الله خان روغتون ته ولاړ.

جمهوررئیس غني د یادو منسوبینو سرښندنه او زړورتیا وستایله او معالجو ډاکټرانو ته یې دنده وسپارله چې د ټپیانو د درملنې په موخه دې هیڅ راز هڅې نه سپموي.