د سوداګرۍ د آسانتیا برابرلو د دفتر د اجرائیوی رئیس ښاغلي سټیف ټیپمن سره لیدنه

د سوداګرۍ د آسانتیا برابرلو د دفتر د اجرائیوی رئیس ښاغلي سټیف ټیپمن سره لیدنه

په دې وروستیو کې د تورنټو د ۲۰۱۸ کال د سوداګرۍ او پانګه اچونې نندارتون په بریالیتوب سره د افغانستان – کاناډا د سوداګري د شورا په مشرۍ او انتظام،  په اوتاوا کې د افغانستان د لوی سفارت، په ټورنټو کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ، د کاناډا د نړیوالو چارو د سمبالښت ادارې او نورو ښکېلو ارخونو په فعاله ونډه ترسره شو. په یاد نندارتون کې د کاناډا نامتو افغان پانګوالو او سوداګرو، د هغوی کاناډاېي سیالانو او د پارلمان غړو هم ګډون درلود. د یادو هڅو په لړ کې په کاناډا کې د افغانستان د سفارت سرپرست ښاغلي محمد نادر یما د کاناډا د سوداګرۍ د آسانتیا برابرلو د دفتر د اجرائیوی رئیس ښاغلي سټیف ټیپمن سره د روان کال د سپتمبر په ۱۱مه نیټه وکتل. په دې لیدنه کې د کاناډا او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه تړونونو او همکاریو او په افغانستان کې د کاناډا لپاره د سوداګریزې ښکیلتیا د پام وړ برخي وڅیړل شوې. په یاد مجلس کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د کاناډا د وړو او منځنیو شرکتونو سره د ښکیلتبا پر موډلونو او د هغه موډلونو څخه د افغانستان لپآره د ګټه اخیستنې په اړوند هم تاوده بحثونه ترسره شو. د دې اړیکو د پرمخ وړلو او د کاناډا او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او فرصتونو د لا ډیرولو په موخه په کاناډا کې د افغانستان سفارت ښاغلي عبدالحکیم ناصری ته د سوداګریزې اتشي په حیث ښه راغلاست وايې چې په دې وروستیو کې یې خپل کار پیل کړی. د ښاغلي ناصري تجارب په اقتصاد، سوداګرۍ او پانګه اچونه کې د افغانستان سفارت لپاره یوه لویه شتمني ده او د کاناډا او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په لا پیاوړتیا کې به یو ارزښتناک رول ولوبوي