د نړیوال سوداګریز او پانګه اچونې کنفرانس

د نړیوال سوداګریز او پانګه اچونې کنفرانس
د نړیوال سوداګریز او پانګه اچونې کنفرانس
د نړیوال سوداګریز او پانګه اچونې کنفرانس
د نړیوال سوداګریز او پانګه اچونې کنفرانس

د ا.ا.ج د معادنو وزیرې جلالتمآب نرګس نهان او په کانادا کې د ا.ا.ج لوېې سفیرې جلالتمآب شینکۍ کړوخیل، د نړیوال سوداګریز او پانګه اچونې کنفرانس (PDAC) په ترڅ کې د کانادا د نړیوال تجارت وزارت د پارلماني منشۍ میرمن Pamela Goldsmith-Jones سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو د پانګې اچونې او سوداګریزو اړیکو په فرصتونو او لاپراختیا خبرې اترې ترسره شوې. همداراز د افغان سوداګرو لپاره د ویزی د آسانتیاوو د برابرولو په اړوند هم بحثونه ترسره شو. د یاد کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان محترم هیئت د مسیساګا ښار ښاروالې میرمن Bonnie Crombie سره هم لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د دواړو اړخونو د علاقې وړ مسايلو بحث ترسره شو. په پای کې د افغانستان محترم هیئت په تورونتو کې د میشتو افغان ټولنو سره لیدنه وکړه او د پانګې اچونې او سوداګریزو اړیکو په فرصتونو او لاپراختیا په اړوند بحثونه او خبرې اترې وکړې. د افغانستان محترم هیئت د ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه وړاندی کړل.