فعاله ډیپلوماسۍ

فعاله ډیپلوماسۍ
فعاله ډیپلوماسۍ
فعاله ډیپلوماسۍ
فعاله ډیپلوماسۍ

په کاناډا کې د افغانستان سفارت مستشار وزیر مختار او شارژدافیر ښاغلي محمد نادر یما او د افغانستان د سفارت سیاسی مستشار ښاغلي میرویس صالحی، په اوتاوا کې د تُرکیې، روسیې او پاکستان د سفارتونو شارژدافیرانو سره لیدني وکړي. د دغو لیدنو څو اړخیز موخی د کابل د سولې بهیر او د تاشکند کنفرانس د پایلی د لاسته راوړلو بهیر چټک کول وو چې په افغانستان کې د سولې پروسې لپاره په سیمه ایزو تګلارو تمرکز کوي. همدا شان، ددی لیدنو موخی د طالبانو لپاره د افغانستان حکومت د بې ساري سولې د وړاندیز په ملاتړ افغانستان ته د تُرکیی او پاکستان د صدراعظمانو د سفر ستایل، او همداراز د تُرکیی او روسیې لخوا د سولې بهیر لاډیروهڅو لپاره درې اړخیزه غونډه وړاندې شوه او ملاتړ ترې وشو. په دي لیدني کې ښاغلي یما د افغانستان په مشرۍ د سولې بهیر پر اهمیت ټینګار وکړ او همداراز یی د نړیوال تروریزم او د مخدره توکو پروړاندی د سیمه ییزو هیوادونو رول او همکاري ډیر ارزښمند وګڼل.

د سفارتونو ترمنځ د همکاریو لا پراختیا، د سیمه ییزو مسئلو په اړوند ګډ دریځ او د کاناډا حکومت ته ګډ پیغام رسول، د ډیپلوماتیکو تجربو شریکول، او همدارنګه د ټولنو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا د اجنډا نورې هغه برخي وې چې په دغو لیدنو کې خبرې اترې او موافقې پري وشوي.