مطبوعاتي اعلامیه

مطبوعاتي اعلامیه
مطبوعاتي اعلامیه

نېټه :1396/12/15

په کاناډا کې د کانونو نړیوال وزایرانو په غونډه کې د اغلې نرګس نهان ګډون

د روان ۱۳۹۶کال د کب میاشتې په ۱۵مه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان د کاناډا په تورنتو ښار کې د کانونو د نړیوال وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د کانونو او پټرو لیم وزارت سرپرستې اغلې نرګس نهان په هغو فرصتونو او همکاریو خبرې وکړې، چې د PADC نړیوالو کنفرانس کې د افغانستان د کانونو په برخې د پانګونې په موخه شوې وې. همدا ډول په دې غونډه کې ګډونوالو استازو د کانونو په سکټور باندې د پانګونې د راجلبولو په موخه په یوې ګډې تګلارې او همکارۍ هم خبرې وکړې.

دغه راز په دې کنفرانس کې نرګس نهان د افغانستان د کانونو د 2018 کال استخراجي سکټور په هکله هم خبرې وکړې هغې زیاته کړه: افغانستان د معدني موادو او منرالونه د سرچینو له پلوه یو غني هیواد، چې د کانونو ارزښت په اټکلیز ډول یو ټریلیون ډالر ښودل شوی دی، او افغان حکومت په دې هڅه کې دی، چې دغه شمیرې په راتلونکي کې لوړې شي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان یوه ورځ وړاندې په کاناډا کې د چلي هیواد د کانونو له وزیر ښاغلي ایرورا ویلیام سره هم کتلي او د افغانستان د په کانونو د پانګونې فرصتونو، ستراتیژي، تګلارې او په دې برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړېدي.