"; var newstr = document.all.item(printpage).innerHTML; var oldstr = document.body.innerHTML; document.body.innerHTML = headstr+newstr+footstr; window.print(); document.body.innerHTML = oldstr; return false; } Embassy of Afghanistan of Ottawa
   
    HOME | Daily News Bulletin | Consular service | بخش قونسلی | Contact Us          
   



follow us on

 





د کاناډا د بهرنیو چارو د وزارت د سویلي آسیا او افغانستان د څانګو د نوی رئیسانو سره لیدنه

اوټاوا، د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر ۷ مه/- په کاناډا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوېې سفیرې، جلالتمآبې شینکۍ کړوخیل، د سویلي آسیا نوی رئیس ښاغلۍ دیوید هارتمن او د کاناډا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د څانګې د نوی رئیسې اغلۍ دایان هارپر سره لیدنه وکړه.ـ
په دې لیدنه کې، د سویلي آسیا نوی رئیس ښاغلي هارتمن د افغانستان سفیرې، میرمن کړوخیل او د هغې د همکارانو هرکلۍ وکړ او په افغانستان کې د پانګونې او د سوداګرۍ پراختیا لپاره يي ډیره لېوالتیا وښوده. د ښاغلي هارتمن په اند د افغانستان کانونه په ځانګړې توګه د بهرنیو پانګونکو د جذب کولو لپاره ښه فرصتونه لري. ښاغلي هارتمن ژمنه وکړه چې د کاناډا د نړیوال کانونو په نندارتونکې د افغانستان پلاوي سره همکاري وکړي.ـ
د دې خبرو په ترڅ کې میرمن کړوخیل افغانستان ته د کاناډا د پرمختیایی مرستو اغیزمنتوب په زیاتولو باندې خبرې وکړې او د دې مرستو په چوکاټ کې د نورو زیاتو برخو پوښولو او په ځانګړې توګه پر افغان ځوانانو پانګه اچونې کې د مرستو غوښتنه وکړه.ـ
په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوېې سفیرې، ښاغلي هارتمن او اغلۍ هارپر ته بلنه ورکړه چي د پاسفیک اسیایی سفیرانو دورې غونډې ته چې په کاناډا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت يې کوربه دی، ګډون وکړي.ـ

دیدار با روسای جدید جنوب آسیا و بخش افغانستان در وزارت امور خارجۀ کانادا

اوتاوا، ۷ سپتامبر ۲۰۱۷ میلادی- جلالتمآب شینکی کروخیل، سفیرکبیر جمهوری اسلامی افغانستان در کانادا، با آقای دیوید هارتمن، رییس جدید بخش جنوب آسیا، و خانم دیان هارپر، رییس جدید بخش افغانستان در وزارت امور خارجۀ کانادا دیدار کرد. ـ
در این ملاقات، آقای هارتمن، رییس بخش جنوب آسیا در وزارت امور خارجۀ کانادا استقبال گرمی از خانم کروخیل، سفیر افغانستان، و همکاران ایشان نموده و علاقۀ زیادی به تقویت سرمایه گذاری و گسترش تجارت در افغانستان نشان داد. به خصوص، از نظر او معادن افغانستان فرصت های خوبی برای جلب سرمایه گذاری خارجی را دارد. آقای هارتمن وعده داد که با هیات افغانستان در نمایشگاه بین المللی معادن در کانادا همکاری نمایند. ـ
خانم کروخیل، در این گفتگوها روی افزایش موثریت کمک های انکشافی کانادا به افغانستان نیز صحبت کرده و خواهان پوشش ساحات بیشتر، از جمله سرمایه گذاری روی جوانان افغان، در چارچوب این کمک ها گردید.ـ
در پایان جلالتماب سفیرکبیر جمهوری اسلامی افغانستان، آقای هارتمن و خانم هارپر را به نشست دوره ای سفرای آسیا پاسفیک که این بار میزبانی آن را سفارتکبرای جمهوری اسلامی افغانستان در کانادا به عهده دارد، دعوت کرد.ـ

 



 

 
     
   
 
 
EMBASSY OF AFGHANISTAN IN OTTAWA
240 Argyle Ave. Ottawa, Ontario, K2P-1B9 | Phone: (613) 563-4223 / 65 | Fax: (613) 563-4962 | contact@afghanembassy.ca
 
   
    yanbrand